راتلونکي ورځې د افغانستان يو شمېر سيمو کې هوا سړېږي

پنجره ورځپاڼه: د هوا پېژندنې ادارې تازه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد ډېری ولایتونو کې هوا د پام وړ سړه شي.

د دغې ادارې په وینا، د روانې اونۍ پاې کې به له لویديځ او شمال لويديځ لورې نه د یخې هوا یوه څپه هېواد ته ننوځي او د هېواد لویدیځ، شمال لویدیځ، شمال ختیځ او مرکزي سیمې به تر اغېز لاندې ونیسي.

يادې ادارې خبرداری ورکری، چې سبا سې‌شنبه د مرغومې له ۲۰ تر ۲۱ مې په هرات، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، بدخشان، پنجشېر، پروان، غزني، پکتیکا، بامیان، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، هلمند، نیمروز او فراه ولایتونو کې د سالنګونو په ګډون د سختو اورښتونو او واورې ورېدو اټکل شته.

د معلوماتو له مخې، په بېلابېلو سیمو کې به د اورښت اندازه د ۱۰ نه تر ۳۰ ملي مترو پورې او د واورې اندازه له ۱۰ نه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل کېږي.

Back to top button