Trending

پکتیکا کې نامعلومو کسانو د یوه باغ ۳۰۰ونې رېبلې دي

د پکتیکا محلي چارواکي وايي، چې تېره شپه نامعلومو کسانو په دغه ولایت کې د یوه باغ ٣٠٠ میوه لرونکې ونې رېبلې دي.

د سرپرست حکومت د پکتیکا د والي ویاند رسنیو ته ويلي، چې د دې ولایت د اومنې ولسوالۍ اړوند د ګناوې په کلي کې نامعلومو کسانو د یوه باغ ٣٠٠ د مڼو ونې چې په بار رسېدلې وې، رېبلي او له منځه یې وړې دي.

د هغه په وینا، د یادې پېښې لامل تر دې مهاله نه دی معلوم شوی او نه یی په اړه څوک نیول شوي، خو ټینګار کوي چې په دې تړاو پلټنې روانې دي.

Back to top button