نیمروز کې طالبانو د تریاکو قاچاق کوونکو ته لس ورځې وخت ورکړی

پنجره ورځپاڼه: په نیمروز کې یوې باوري سرچینې پنجره ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبانو په دغه ولایت کې د تریاکو قاچاق کوونکو ته لس میاشتې وخت ورکړی، څو خپل ترياک وپلوري او له افغانستانه یې وباسي.

دې سرچینې چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې د پنجشنبې په ورځ د احمل په ۳مه وویل، چې طالبانو پر لس مياشتني ضرب الاجل سربېره، په نيمروز ولايت کې د نشه يي توکو قاچاق کوونکي د ماليې او ګمرکي محصول له ورکړې هم معاف کړي دي.

د سرچينې د معلوماتو پر اساس، طالبانو په نيمروز کې د ترياکو قاچاق کوونکو ته ويلي، چې له ورکړل شوي ضرب الاجل وروسته به پرېکړه وشي چې د نشه يي توکو قاچاق په بشپړ ډول بندېږي او که نه.

Back to top button