نیمروز کې د طالبانو او داعش وسله والې ډلې ترمنځ جګړه شوې

پنجره ورځپاڼه: د نیمروز ځایي سرچینې وایي، ددغه ولایت په مرکز کې، د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په پايله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سرچینې وایي، چې طالبانو په مرکز زرنج ښار کې د داعش ډلې پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي؛ خو لا یې د عملیاتو څرنګوالي او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي.

د زرنج ښار یو شمېر سرچینې خبر ورکوي، چې د شپې شاوخوا یوولس بجې په ښار کې د سپکو او درنو وسلو ډزې پیل شوي او طالبانو د سیمې یوشمېر اوسېدونکي هم له خپلو کورونو اېستلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې نړۍواله ټولنه، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د ټولیز امنیت سازمان، امریکا او روسیې په دې وروستیو کې له افغانستانه د ورپېښو ګواښونو او دلته د داعش ډلې د فعالیت په اړه اندېښنې ښودلي، خو طالبان لا هم نه‌ دي، توانیدلی، چې دغو اندېښنو ته د قناعت وړ ځواب ومومي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو تل په هېواد کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو زیاتېدو او پیاوړتیا په ځواب کې ویلي چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي، څو له افغان خاورې نورو ته ګواښ پېښ کړي او یا هم په کور دننه ترهګریز فعالیتونه وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button