ننګرهار کې یو شمېر ځوانانو د اوبو بندونه کړي

په ننګرهار کې یوه ډله ځوانانو د خلکو په مرسته لس د اوبو بندونه جوړ کړي دي.

د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ یو شمېر ځوانانو او مسلکي انجینرانو له څه مودې راهیسې له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره هڅې پیل کړي او غواړي چې د اوبو د کوچنیو بندونو په جوړولو سره په دې ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت ستونزه هواره کړي.

دغه ځوانان وايي، چې د دغو بندونو د جوړولو لګښت ولسونه ورکوي او تر دې مهاله یې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د اوبو لس بندونه د ۳۵ زره متر مکعبه اوبو په ظرفیت جوړ کړي دي.

یاد ځوانان له خلکو غواړي، چې د هېواد د بیارغونې لپاره له هېڅ ډول هڅې لاس په سر نه شي.

Back to top button