لوګر کې یوه کس ښوونځي ته د پاکو اوبو څاه جوړه کړه

په  لوګر کې یوه کس په خپل شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د څښاک اوبو څاه جوړه کړه.

د لوګر ولايت د برکي برک ولسوالۍ د زړې کلاه د هلکانو لېسې ته د انجنیر محمد فرید نائب په نوم یوه کس په خپل شخصي لګښت د څښاک پاکو اوبو یوه څاه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

د معلوماتو له مخې، کېندل شوې څاه لاسي بمبه ، د لمریزې برېښنا واټرپمپ او د ونو اوبه کولو سیستم لري، چې د لمر ختو تر پرېوتو یو اېنچ اوبه را باسي.

د سیمې خلک وایي، چې د نائب په یاد اقدام سره د دغه ښوونځي د ښوونکو او زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو د نشتون ستونزه هواره شوه او د ښوونځي ونې له وچېدو څخه وژغورل شوې.

Back to top button