د کندهار بازارونو کې جعلي ډالر ډېر شوي

د کندهار په بازارونو کې جعلي ډالر ډېر شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کندهار په بازارونو کې جعلي ډالر ډېر شوي، چې له اصلي ډالرو سره یې توپیر نه کېږي.

د کندهار صرافي مارکيټ يو تن له هغو صرافانو چې یو کس پرې ۶ زره امریکايي جعلي ډالر د اصلي ډالرو په نوم پلورلي وایي، چې د اصلي ډالرو او جعلي ډالر ترمنځ اوس د پيسو د حساب ماشينونه هم تشخيص نه شي کولای، څو دوی په دې پوه شي چې کوم اصلي او کوم جعلي ډالر دی.

هغه زیاتوي، درې ځلې يې دغه ډالر د پيسو د حساب ماشين ته ورکړي ترڅو اصلي او جعلي ورته معلوم کړي خو د پیسو ماشین هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

Back to top button