هرات کې څلور تنه د يوه کس د سوځولو په تور نيول شوي

نن په هرات کې د طالبانو له لوري څلور تنه د یوه کس د سوځولو په تور نیول شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د هرات امنیتي چارواکي وايي، چې د طالبانو ځواکونو د دغه ولایت د ګذرې ولسوالۍ له اړوندو سیمو څخه څلور تنه د یوه کس د سوځولو په جرم نیولي دي.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند محمود شاه رسولي رسنیو ته ویلي، چې نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې منلې، چې يوه کس ته یې اور ور اچولی او وژلى دى.

د رسولي په وینا د نیول شویو کسانو دوسیې عدلي ارګانونو ته استول شوي دي.

Back to top button