غزني کې يو ځوان په څاه کې د لويدو له امله مړ شوی

په غزني کې یو ځوان د کثافاتو څاه ته د لوېدو له امله مړ شوی دی.

د غزني ځایي سرچینې وایي، چې په دغه ولایت کې یو ځوان د کثافاتو د څاه د خالي کولو پر مهال په څاه کې لوېدلی او مړ شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې د دغه ځوان نوم محمد جاوید و او د کثافاتو د اوبو د ټانکر چلوونکی و.

ویل کېږي، چې دوه نور کسان چې د دغه کس د ژغورلو لپاره څاه ته ښکته شوي وو، هم په بې هوښه حالت کې له څاه څخه را ایستل شوي او ژغورل شوي دي.

Back to top button