فارياب کې يوې ښځې د‌ زهرو په وسيله ځان وژنه کړې

د فاریاب سیمه ییزې رسنۍ وايي، چې په دغه ولایت کې یوې ځوانې ښځې زهر خوړلي، چې له امله يې خپل ژوند بايللی دی.

سرچينه وايي، چې دا پېښه تېره ورځ غرمه د ياد ولایت مرکز میمنې ښار د لومړۍ ناحیې په دمقول کلي کې شوې ده.

سرچينه زياتوي، دا ښځه فریده نومېده او تخار ولايت د کوهستان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه، چې نوموړې د کورني تاوتريخوالي له امله د زهرو په وسيله خپل ژوند ته د پای ټکی ايښی دی. د سرچينې په وينا، له يادې ښځې يو تی ردونکی ماشوم هم پاتې شوی دی.

په افغانستان کې د کورنی تاوتريخوالي له امله دا لومړی ځل نه دی، چې يوه ښځه ځانوژنې ته اړ کېږي، بلکې تر دې وړاندې هم په ګڼو سيمو کې ورته پېښې ثبت شوې دي، خو په دې وروستيو کې د طالبانو بیا واک ته رسېدو سره د هېواد بشري وضعيت، اقتصادي بحران او نورو ګڼو ستونزو له امله د ځانوژنې پېښې زياتې شوې دي.

Back to top button