فاریاب کې یو شپون له غره لوېدلی او مړ شوی دی

په فارياب کې يو شپون له غره څخه د لوېدو له امله مړ شوی

د فاریاب ځايي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په المار ولسوالۍ کې یو شپون له غره څخه د ښکته کې پر وخت د لوېدو له امله مړ شوی دی.

د سلام وطندار راډیو د راپور د معلوماتو له مخې، دغه شپون “شير اغا” نومېږي او تېره ورځ د فاریاب ولایت د ایلمار ولسوالۍ په “هوتک” کلي کې له غره څخه را لوېدلی دی.

سرچینه دغه راز زیاتوي، چې د مړ شوي کس جسد د طالب ځواکونو له لوري د هغه کورنۍ ته سپارل شوی دی.

Back to top button