فراه کې یونیسف د اوبو یوه شبکه جوړه کړه
په فراه ړلایت کې د یونیسف مؤسسې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د فراه د مرکز په اکبر اباد کلي کې یونیسف مؤسسې د ۳۰۰کورنیو لپاره د څښاک د اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارله.
سرچینه زیاتوي، چې د اوبو دغه شبکه د اتو میلیونو افغانیو په لګښت جوړه شوې ده.
یونیسف مؤسسې تر دې وړاندې هم د افغانستان په بیارغونه کې نه ستړې کېدونکې هڅې او همکاري کړې ده.