امریکا کې یو تن ګڼ شمېر خلک په موټر وهلي او ۷ تنه یې وژلي دي

پنجره ورځپاڼه: سي اېن اېن خبر ورکړی، چې د امریکا متحده ایالاتو په ټکزاس ایالت کې یو تن د کډوالو پناه ځای سره نږدې ګڼ شمېر خلک چې د بس پهتمځای کې ناست وو، په موټر وهلي او له کبله یې ۷ تنه وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

دا پېښه پرون د ټکزاس ایالت بروانزویل ښار سره نږدې شوې چې د مکسیکو ګډې پولې سره نږدې پروت دی. په پېښه کې ډېری وژل شوي او ټپي شويکسان د ونزویلا اتباع دي.

عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې دغه موټر د سړک غاړې سره تر جنګېدو وروسته په بل مخ اوښتی. په سیمه کې یو شمېر خلکو موټر چلوونکی نیولی اوپولیسو ته یې سپارلی. وړمه ورځ هم په دې ایالت کې یو تن په مغازې کې په خلکو ډزې وکړې او ۸ تنه یې ووژل. پولیسو برید کوونکی هم وژلی.

ظاهر څراغ

Back to top button