عمران خان: په جنرال باجوه مې باور کول ترټولو لويه تېروتنه وه

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان له واک څخه پرځول شوی پخوانی لومړی وزیر او د تحريک انصاف ګوند اوسنی مشر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې د خپل هېواد د پوځ پر مخکيني مشر جنرال جاوېد قمر باجوه باندې یې باور ترټولو لويه تېروتنه وه.

عمران خان هم همداراز ويلي، چې بايد په ۲۰۱۹ کال کې يې د پاکستان پوځ د مشر په توګه د جنرال باجوه دنده نه وای غځولې، خو په وينا يې هغه مهال دې کار متوجه شوی نه و.

هغه په دې  تازه مرکه کې دا هم  ويلي، چې د جنرال قمر جاويد باجوه په مياشتو مياشتو ده ته دروغ ويلي او له ورسره يې دوه ګونې لوبه پر مخ وړې ده.

د تحريک انصاف مشر ويلي چې د جنرال باجوه په خبرو دوکه شوی، خو نه پوهيږي چې څنګه د هغه د دروغو تر اغېز لاندې راغلی و. نوموړي همداراز زياته کړې چې د باجوه له لوري اووه مياشتې له رواني او ذهني پلوه شکنجه شوی دی.

عمران خان دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ مخکينی مشر جنرال جاوېد قمر باجوه بدل او پر ځای يې بل کس ځای ناستی شو.

Back to top button