عمران خان خپلو پلویانو ته: په ټول پاکستان کې لاریونونه وکړئ

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان له واک څخه پرځول شوی لومړی وزیر عمران خان له زندان څخه تر ازادېدو یوه ورځ وروسته په خپلو پلویانو غږ کړی چې په ټولهیواد کې پراخ لاریونونه پیل کړي.

خان په یو ویډیویي پیغام کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې ویلي، «خپلواکي په آسانۍ نه راځي، تاسو یې باید واخلئ او باید سرښندنې ورکړئ».

د تحریک انصاف ګوند مشر له خپلو پلویانو غوښتي چې په کلیو او کوڅو کې نن لاریونونه وکړي او تر څنګ يې دا هم ویلي چې په سمدستي توګه د ټاکنولپاره به د چهارشنبې په ورځ خپله مبارزه بېرته پیل کړي.

عمران خان په خپلو خبرو کې د پخوا په څېر د خپلې نیول کېدو ملامتي د پاکستان د پوځ په لوی درستیز واچوله او زیاته يې کړه چې د همدې لوی درستیز دکړنو له کبله د پوځ نوم بد شوی.

ظاهر څراغ

Back to top button