عمران خان: ۸۰ سلنه احتمال شته چې سبا یو ځل بیا ونیول شم

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان مخکینی او له واک څخه پرځول شوی لومړی وزیر عمران خان وايي، د تحریک انصاف ګوند د مشرتابه د ټولو غړیو په ګډون لهلس زرو ډېر کارکوونکي له حکومت سره په زندان کې پراته دي.

هغه له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیوني شبکې سره په یوې تازه مرکه کې ویلي، چې د سه‌شنبې په ورځ به اسلام‌اباد کې په یوه ضمانت محکمې ته حاضر شي؛ خووېره یې ښودلې چې ۸۰ سلنه احتمال شته چې یو ځل بیا ونیول شي.

عمران خان څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې محکمې ته د حاضرېدو پر مهال د پولیسو له لوري ونیول شو، خو پلویانو یې د پاکستان سترو ښارونو کېپراخ او له تشدد ډک لاریونونه پیل کړل، چې وروسته د محکمې د پرېکړې له مخې په موقت ډول خوشې شو.

ظاهر څراغ

Back to top button