عمران‌خان: د عسکرو بې پروايي د ټي‌ټي‌پي فعاليت ته لاره هواره کړې

پنجره ورځپاڼه: پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد مخکني صدراعظم عمران خان له قوله وايي، چې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو يا ټي‌ټي‌پي د بریدونو ډیروالی د امنیتي ځواکونو د بې پروایي له وجې رامنځته شوی. خان ويلي، که حالت همداسې دوام وکړي، نو دا ډله به بېرته منظمه او فعالیت به یې ډیر شي.

عمران خان زياته کړې، چې د ده له واکه د لرې کېدو وروسته نوي حکومت د پاکستاني طالبانو په فعالیتونو سترګې پټې کړې او همدې کار دې ډلې ته فرصت په لاس ورکړی، چې بېرته ځان راټول کړي. د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران‌خان دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې په دې وروستيو کې په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي پېښې ډیرې شوي دي.

ظاهر څراغ

Back to top button