عمران خان: حکومت راسره ظلم کوي
پنجره ورځپاڼه: د پاکستان مخکینی او به واک څخه ګوښه شوی صدراعظم عمران خان وایي حکومت یې تر دې دمه د ګوند ۱۶۰۰ کارکوونکي نیولي او داسې ظلم راسره کېږي “لکه کشمیر یا فلسطین چې وي.”
خان حکومت ته د ګواښ په اشارې ویلي، چې د کېدونکي هر ظلم ځواب به ورکوي او د حقیقي آزادۍ دې جنګ کې هر ډول قربانۍ ورکولو ته تیار دی.
عمران خان د لاهور په منار پاکستان کې د یوې لویې غونډې تابیا کړې او له خلکو یې غوښتنه کړې چې غونډې ته ورشي.
بل خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر راناءثناالله عمران خان «خاین»، «جاسوس» او دروغجن بللی او ویلي یې دي چې د دې غونډې اجازه باید ور نه کړل شي.
څو ورځې وړاندې د پولیسو او عمران خان د ګوند د کارکوونکو ترمنځ، د هغه د نیولو پر ضد لاریونونو کې اخ و ډب رامنځته شوی ؤ.