عمران خان: اوسنی حکومت نه شي کولای روان اقتصادي بحران کنټرول کړي

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، چې د شهباز شريف حکومت نه شي کولای د دغه هېواد اوسنی اقتصادي بحران کنټرول کړي. 

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ په يو د ټوېټ پیغام کې ویلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد اوسنی حکومت نه شي کولای د پاکستان اقتصادي بحران کنټرول کړي.

نوموړی ليکي، چې اوسنی لومړی وزیر شهباز شریف د پاکستان د اقتصاد ښه والي لپاره هېڅ کوم پلان نه لري.

هغه ويلي، چې د امریکا دسیسې په پایله کې، د ده د حکومت د پرځولو پر مهال یو امریکایي ډالر ۱۷۸ کلدارو سره برابر و؛ خو اوس یې بیه ۲۲۴ کلدارو ته رسېدلې ده.

عمران خان زياتوي، چې د دې ټولو اقتصادي ناخوالو په اړه باید اوسنی حکومت خلکو ته ځواب ور کړي.

د پاکستان پخوانی لومړي وزیر دغه څرګندون داسې مهال کوي، چې په دغه هېواد کې د خوراکي او سون توکو بيې ورځ تر بلې پورته روانې دي او ورسره جوخت د شهباز شریف پر حکومت هم نېوکې هم زياتې شوي دي.

د یادونې وړ ده چې عمران له واک څخه تر لرې کېدو وروسته د شهباز شریف سخت سیاسي مخالفت کوي او له وخت وړاندې پارلماني ټاکنو د ترسراوي غوښتنه کوي.

Back to top button