عمران خان له دندې ګوښه شو

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان له دندې ګوښه شو.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د پاکستان په قامي‌ اسمبلۍ کې د لومړي‌ وزیر عمران خان پر ضد ۱۷۴ غړو د نه باور رایه ورکړه او نوموړی یې بې واکه کړ دا د پاکستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو لومړی وزیر د نه باور رایې له لارې لرې کېږي.

د نوموړي پر ضد د نه باور ۱۷۲ رایو ته اړتیا وه، او د رایې اخیستنې په بهیر کې یې پر وړاندې ۱۷۴ رایې اچول شوې دي.

سرچینې وایي، چې عمران خان د رایې له اچونې د لړۍ په پای ته رسېدو سره د لومړي وزیر دفتر پرېیښی دی، او د پاکستان د پوځ لوی درستیز خالد جاوید هم له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

راپورونه وایي، دا مهال د پاکستان پوځ بېړنی حالت اعلان کړی.
عمران خان له خپلو وزیرانو سره له واک لرې شو او سمدستي ممنوع الخروج اعلان کړل شو. دامهال ټول هوایي ډګرونه د پوځ او استخباراتو په واک کې دي.
د اپوزیسیون مهم مشر میا شهباز شریف به سبا د لومړي وزیر په څوکۍ کېني. د اپوزسیون له خوا د قریشي د نیولو غوښتنې سره سم له هوايي ډګرونو څخه د حکومتي کسانو او د پارلمان غړو وتل بند اعلان شول.

Back to top button