عماد وسیم: افغانستان ته د لولو پر بایلوو مونږ ټول خپه یو

پنجره ورځپاڼه: د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عماد وسیم وايي چې په افغانستان باندې یې د کرکټ د لوبو د لړۍ په بایللو ټول لوبغاړي مایوس دي.

افغانستان په تېرو دریو ورځو کې له پاکستان څخه دوې پرلپسې شل اوریزې لوبې وګټلې او یو تاریخ یې جوړ کړ.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له پاکستان څخه د شل اوریزو لوبو یوه لړۍ سریز ګټي.

د پاکستان د کرکټ یو مهم لوبغاړی عماد وسیم ویلي دي چې په دې ماتو سخت غمجن دي.

د پاکستان د کرکټ بورډ په رسمي ټویټر کې د عماد وسیم خبرې خپر شوې دي چې د نور مسائیلو تر څنګ دا هم وايي چې «د سیریز په بایللو ډېر مایوس یو، ډېر خپه یو او ډېر غمجن یو».

افغانستان او پاکستان د مارچ په ۲۴ نېټه د دریو شل اوریزو لوبو یوه لړۍ پیل کړه چې افغانستان لومړۍ دوې لوبې ګټلې او نن یې وروستۍ لوبه ده.

ظاهر څراغ

Back to top button