ایلان ماسک ټویټر واخیسته

ایلان ماسک ټویټر د ۴۴ میلیارده امریکا ډالرو په بدل کې واخیسته.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د نړۍ شتمن سړي ایلان ماسک چې په ټولنیزې رسنۍ ټویټر کې تر ټولو لوی برخوال و ټویټر د ۴۴ میلیارده امریکایي ډالرو په بدل کې واخیسته.

ماسک دوه اونۍ وړاندې د ټویټر د ۹ سلنې برخې په اخیستو سره د دې رسنۍ تر ټولو لوی برخه وال شو.
هغه د ټویټر د ټولې برخې د اخیستو لپاره ۴۳ میلیارده ډالر وړاندیز کړی و، خو دا وړاندیز یې د نورو شریکانو له لوري رد شوی و.

ماسک په یوه تازه ټویټ کې لیکلي، د ټویټر ټوله برخه یې د ۴۴ میلیارده امریکایي ډالرو په بدل کې اخیستې ده.
ایلان ماسک وایي، هیله لرم چې زما تر ټولو سرسخت مخالفین هم په ټویټر کې پاتې شي؛ ترڅو د بیان ازادي ارزښت پیدا کړي.

Back to top button