ای‌سي‌سي افغان لوبډلې ته د راتلونکو لوبو مهال ويش اعلان کړ

د کرېکټ نړۍوالې شورا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکو لوبو مهالوېش اعلان کړ. 

د کرکټ نړۍوالې شورا يا ICC د راتلونکي څلور کلن مهالوېش له مخې به افغان کرېکټ ملي لوبډله ۲۱ ټيسټ، ۴۵ یو ورځنۍ او ۵۷ هم شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

افغان ملي لوبډله به له ۲۰۲۳م کال وروسته هند، استراليا، بنګله دېش، پاکستان، نیوزیلنډ، سريلانکا، ویسټ انډیز او زمبابوې سره لوبډلو ملي لوبډلو سره لوبې ترسره کړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرايه رئيس نصيب ځدراڼ وايي، دا سیالۍ د کرکټ نړۍوالې شورا د سوپر لیګ برخه نه دي، بلکې د افغانستان د کرېکټ بورډ په هڅو ترلاسه شوي دي.

هغه په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي، چې د افغانستان د کرېکټ بورډ مشرتابه بنګله دېش، سريلانکا او هند ته په همدې تړاو سفرونه درلودل او د ویسټ انډیز، پاکستان او اسټرالیا سره یې په دې اړه بیا بیا تماسونه نيولي او دا لوبې يې برابرې کړي دي.

د کرېکټ نړۍوالې شورا په داسې حال کې د افغانستان لپاره د راتلونکو لوبو مهالوېش اعلان کړ، چې افغان کرېکټ ملي لوبډلې تېره ورځ له ايرلنډ څخه د پنځو شل اوریزو لوبو پای لوبه کې له دغه هېواد ماته وخوړه او تر دې وروسته به متحده عربي اماراتو ته په اسيا جام سياليو کې د ګډون په موخه سفر وکړي.

Back to top button