د ایران روانو لاريونونو کې سلګونه لاريون کوونکي وژل شوي

د ایران د بشری حقونو د څار بنسټ په خپل تازه راپور کې ويلي، چې د دغه هېواد پوځيانو په روانو لاريونونو کې تر اوسه ۳۲۶ معترض لاريون کوونکي وژلي دي. 

د بشري حقونو د څار ادارې د راپور له مخې تر دې دمه په دغو لاریونونو کې ۳۲۶ کسان وژل شوي چې په دې شمېره کې ۴۳ ماشومان او ۲۵ مېرمنې هم شاملې دي.

همداراز د روانو لاریونونو په وژل شویو ماشومانو کې ۹ نجونې او ۳ افغان ماشومان هم شامل دي.

په ایران کې سلګونه زره افغان کډوال مېشت دي خو ویل شوې نه دي چې وژل شوي ماشومان کډوال او که له افغانستانه یا کوم بل هېواده موقتي ایران ته تللي افغانان وو. په ورته وخت کې طالبانو بيا تر اوسه د ایران په لاریونونو کې د وژل شويو افغانانو په تړاو څه نه دي ویلي.

Back to top button