زابل کې سلګونه کسان په کولرا ناروغي اخته شوي

په زابل کې سلګونه ماشومان او لویان په شدید نس ناستي یا کولرا ناروغي اخته شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د زابل ولایت دعامې روغتیا ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي، د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په عراقو او ملي خېلو سیمو کې سلګونه کسان په نس ناستي یا کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

دهغوی زیاتوي، چې اوس مهال روغتیا پالان سیمې ته رسېدلي او دناروغانو درملنه یې پيل کړې ده.

تر وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم سلګونه کسان په کولرا ناروغي اخته شوي دي.

Back to top button