پکتیا کې سلګونه کسان په کولرا ناروغي اخته شوي

په پکتیا کې شاوخوا دوه زره کسان پر کولرا ناروغي اخته شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د پکتیا د عامې روغتیا ریاست چارواکو منلې، چې په دغه ولایت کې د کولرا یا نس ناستي ناروغۍ پېښې زیاتې شوي او سلګونه کسان پرې اخته شوي دي.

هغوی زیاتوي، چې تر دې مهاله پکتیا کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان پر یادې ناروغۍ اخته شوي چې تر درملنې لاندې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هلمند، زابل روزګان او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم سلګونه کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.

Back to top button