افغانستان کې سلګونه رسنۍ سقوط شوې دي

د بې پولې خبریالانو سازمان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې افغانستان کې دمګړۍ سلګونه رسنۍ تړل شوي او ډېری نور يې له سقوط سره مخ دي. 

دغه‌ سازمان وايي، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته د ۵۴۷ رسنيو له ډلې د ۲۱۹ رسنيو فعاليت درېدلی دی.

د ياد سازمان په راپور کې راغلي، چې افغان ښځینه خبریالانې او د رسنیو کارکوونکې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د بندیزونو اصلي قربانیانې دي او تر ټولو ډېر زیان یې ليدلی دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان یو چارواکي کریسټف ډولوار ویلي، په افغانستان کې خبریالان او رسنۍ د غیر عادلانه مقرراتو تر فشار لاندې دي، چې دې کړنې د رسنیو ازادي محدوده کړې ده.

د بې پولو خبريالانو سازمان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه د اطلاعات او کلتور وزارت د نشراتو معين مهاجر فراهي په يوې خبري غونډه کې ويلي، چې دمګړۍ په هېواد کې ٢١٩ غږیزې او تصويري رسنۍ فعاليت لري چې “د اسلام او افغاني کلتور خلاف” ٩٥ سلنه خپرونې يې کنترول کېږي.

د طالب سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په دې ناسته کې ويلي، چې کابل ته د دوی له راتګ راهیسې هېڅ رسنۍ د دوی له لوري نه ده تړل شوې.

Back to top button