د کراچۍ له زندانونو سلګونه افغان‌ بنديان خوشې شوي

پنجره ورځپاڼه: اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغان سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د کراچۍ له زندانونو څخه د لسګونه ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۲۴ افغان زندانیان ازاد شوي دي.

د دغه سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دغه ازاد شوي افغانان بېرته خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.

تر دې وړاندې په پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR کراچۍ څانګې د کراچۍ په زندانونو کې د افغان زندانيانو وضعیت ناوړه بللی ؤ او ویلي یې ؤ چې دلته افغان ماشومان او کورنۍ په ناوړه وضعيت کې دي او باید له زندانونو کې ازاد شي.

په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان ته زرګونه افغانان کډوال شول، چې له دوی سره د پاکستان حکومت له لوري سم چلند نه کېږي او دغه چلند په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي دي.

Back to top button