د بشري حقونو د څار اداره: عربي اماراتو سلګونه افغان کډوال نيولي

پنجره ورځپاڼه: د بشري حقونو د څار سازمان پر متحده‌عربي اماراتو د څه باندې ۱۵ میاشتو لپاره د شاوخوا ۲۷۰۰ افغان کډوالو د غیرقانوني توقیف تور لګولی دی.

سلګونه افغانان چې د جمهوري نظام د سقوط پر مهال له افغانستان څخه وتلو ته اړ شوي، په متحده عربي اماراتو کې د استوګنې قانوني اسناد نه‌ لري.

له دې سره جوخت د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز یې په نیویارک ښار کې دی، په یوه تازه راپور کې چې نن خپور شو ویلي، ډېری افغان کډوال چې د اماراتو په بشري ښارګوټي کې دېره دي، ژور خپګان او نورې رواني ناروغۍ لري، مدافع وکیلان نه‌لري او ماشومان یې له زده‌کړو محروم دي.

په دې راپور کې راغلي، چې د دې افغانانو د اوسېدو ځایونه بې سم نه دي، په خونو کې یې ډېر خلک اوسېږي او له حشراتو څخه په تکليف کې دي.

ظاهر څراغ

Back to top button