هوګو شارټر: طالبانو له لوري د ښځو پر زده‌کړو او کار بنديزونه به يوه لويه غميزه رامنځته کړي

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان لپاره د بريټانيا شارژدافیر هوګو شارټر په خپلو تازه څرګندونو کېویلي، د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر کار او زده‌کړو بندیز به افغانستان کې يوه لويه غمیزه رامنځته کړي او د دغه هېواد راتلونکی به له خطر سره مخ کړي.

هغه په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازینی هېواد بللی، چې ښځې او نجونې په کې نه شي کولای کار، زده‌کړې وکړي. شارټر همداراز ويلي، چې افغانستان يوازنی هېواد دی، چې ښځې په کې له دولتي او غیردولتي دندو راګرځول شوي دي.

د بريټانيا سفارت شارژدافیر د ځينو طالب چارواکو څرګندونو ته په اشارې ويلي، چې د ښځو او نجونو زده‌کړې او کار  د افغانستان داخلي مسئله ده. د هغه په وينا لویديځ باید  د افغان ښځو پر وړاندې جنایتونو ته پام وکړي او د دوی د حقونو خوندیتوب لپاره باید په نړۍواله کچه  اقدامونه پورته کړي.

هوګو شارټر همداراز ویلي، بريټانيا د معاش مساوي کولو، د تاوتریخوالي له منځه وړلو او د جنډر پر بنسټ د ښځو ځورونې مسئلې د قوانینو، محکمو، ټولنیزو خدماتو، پولیسو او نړۍوالو شریکانو له لارې حلوي.

شارټر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې څه موده وړاندې طالبانو په افغانستان کې ښځې او نجونې له کار او زده‌کړو منع کړي، چې دې پرېکړې په پراخه کچه نړۍوال غبرګونونه راپارولي او د اسلامي هېوادونو په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او د له منځه وړلو غوښتنه یې کړې ده.

Back to top button