د شعر ويلو شېبه څنګه وي؟
د شعر ويلو شېبه څنګه وي؟
ليکوال: استاد ګل الرحمن رحماني
د 1376 کال څوړمنی و. د پېښور په خالد بن وليد باغ کې د رنګارنګه ګلانو مېله لګېدلې وه. په ننداره يې واوښتو. وردننه شو. باران هم نری نری ورېده. په مزه مزه مو سره قدم واهه. په خبرو خبرو کې يو وخت داسې راغی چې فقط جار شم جار شم به يې راته کول. ورپام مې شو چې د خيال په عالم کې يې د بوډۍ ټال اچولی. ځنې شا ته شوم او دی مې روانه کې مراقبې ته پرېښود. څه شيبه وروسته يې چې پر شا راوکتل، ويې ويل:
بيا د کوم شهيد په شان ديدار ته مخامخ يمه
خم ته مې تکيه کړې ده، يار ته مخامخ يمه.
ما ورته کړه: واه، واه!! عرفان له همدغه ځايه شروع کېږي. ده وويل:
خدای مې ناست په زړه کې دی، باران پر ګلو ځي راځي
. ټول ټول ټپه ټپه يم، يکه زار ته مخامخ يمه.
ورته ومې ويل چې سم دم د توحيد ترنګ ځنې جوړ دی. چې په پارک کې يې حال احوال داسې دی، نو په غره او ځنګله کې خو به روغ لېونی وي! ده را ته کړه:
خيال کې مې روانې د څېړيو دنګې ونې دي
څو که د پستو جينکو ښار ته مخامخ يمه.
ما ورته وويل چې دا خو څه د نښترو ونې نه دي چې غاړو غرونو کې دې دنګې او روانې وي؟ ده راته کړه:
روح مې لوی ګړنګ دی د نغمو له ازانګو نه ډک
ښايي کوم غيبي لوی سندر مار ته مخامخ يمه.
په خندا مې ورته ووې چې ما خو به نه يادوي؟ په برېتو کې مسک شو. ويې ويل:
راشه او پر غاړه مې د لېچو امېل واچوه
سر مې پر اوږو راوړی، دار ته مخامخ يمه.
د سر سلامتۍ مې ورته وويل. ځنې ومې پوښتل چې نندارې ته راغليو نجونو ته يې لکه چې له سره پام نشته؟ ده راته کړه:
باز لرم، سالک لرم، د مينې ممالک لرم
دم غنيمت بويه چې نثار ته مخامخ يمه.
له دم غنيمته سره يې د لېوني فلسفي هغه خبره راياده شوه چې:
يو شرنګ کې مې لوټ کړه د عمرونو خزانه.
د باز او سالک پر ځای مې هم کورودانی ورته ووايه. دی بېرته خپل ځان ته ورستون شو؛ ويې ويل:
ووايه کاروانه، مؤکل د کوم يو راګ يمه؟!
تار مې له رباب سره، سېتار ته مخامخ يمه.
نو د چا چې رابطه له رباب او مقابله له سېتاره سره وي، د شاعرۍ شننه يې د موسيقۍ پوهه او مهارت غواړي. هغه ښاغلي چې دغه پوهه او مهارت لري، وجيبه يې ده چې د شاعرۍ له خوند و رنګه يې موږ لا پسې ښه خبر کړي.
يادونه: ددې کرښو ليکوال داکټر نورالحبيب نثار د کاروان صاحب د سختو ورځو ملګرى او د پښتو ژبې بېلارى شاعر او ليکوال دى چې اوسمهال د افغانستان علومو اکاډمۍ کې د علم او ادب خدمت کوي. خلاق لوستونکى خامخا د هغه د کلمو ځانګړي سکښت ته پام کوي. د ليکنې د لنډون ورڅخه بښنه غواړم.