په بدن کې زېړی څنګه منځ ته راځي

په بدن کې زېړی څنګه منځ ته راځي

لیکوال:ډاکټر امان شمس

کله چې زموږ او تاسو په بدن کې د وينې د سرو حجرو موده پوره شي نو وجود يې له منځه وړي.
په دغو حجرو کې ژېړ رنګه ماده پرته ده او د حجرو له مرګ وروسته دغه ماده د ينې يا ځیګر په واسطه د وړو نلونو يا پيپونو له لارې کولمو ته استول کېږي (غايطه موادو ته ژېړ رنګ هم همدغه ماده ورکوي).

که د دې ژېړ رنګې مادې په پورته پروسه کې تغير راشي نو په وينه کې را ټولېږي، کچه يې لوړېږي او انسان ته ژېړی پيدا کېږي.

مثلاً:
– ينه يا ځیګر وپړسېږي لکه په هېپټاټيس بي او سي کې
– د ځیګر پيپونه يا نلونه بند شي عموماً د ډبرو يا تومورونو په واسطه
– بې وخته او له حده زيات د وينې سرې حجرې مړې شي.

دغه پورته ټول حالتونه په انسان کې ژېړی منځ ته راوړي او د وړ وړ ناروغيو په واسطه منځ ته راځي.

Back to top button