د ټي ټي پي او پاکستاني حکومت د مذاکراتو کوربتوب

طالب سرپرست حکومت د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب تائید کړ. 

د طالب سرپرست حکومت عمومي وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه د يو تازه پيغام په خپرولو سره ویلي، چې دوی د پاکستاني حکومت او د دغه هېواد د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کوربتوب په غاړه لري.

هغه زياتوي، چې په دې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ راغلی او په لنډمهاله اوربند هم توافق شوی دی.

د نوموړي په خبره، طالب سرپرست حکومت د خیر غوښتنې په نیت کوښښ کوي، چې د دې مذاکراتو پړاو په برياليتوب پر مخ لاړ شي او له دواړو خواوو څخه د یوبل د زغملو او انعطاف هیله کوي.

طالب سرپرست حکومت د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ دا مذاکرات داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې د دواړو خواوو ترمنځ جګړه روانه ده او د يو بل ته د درنو دعوه کوي.

Back to top button