ننګرهار کې د شاتو تولید ډېر شوی

په ‏ننګرهار ولایت د تېرو کلونو په پرتله د مچيو شاتو توليد کې ډېروالی راغلی.

د ننګرهار ځايي سرچینې وایي، چې په دې ولایت کې د تېرو کلنو په پرتله د شاتو په تولید کې شاوخوا دوه سوه ټنه ډېروالی راغلی.

هغوی زیاتوي، چې د شاتو مچيو د روزنې اتحاديې مسئولين د دغه توليد د ډېروالي لامل په دې وروستيو کې له ګاونډي هېواد پاکستان څخه د شاتو مچيو د لسګونه شمېر فارمونو د را لېږدول یادوي.

‏د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ځایي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دوی په راتلونکي کې د شاتو توليد لا ډېروالي لپاره یو شمېر طرحې لري چې په عملي کولو سره به یې یاد تولید لا زیات شي.

Back to top button