تاریخي کیسه
تاریخي کیسه
نجیب منلی
تاریخي کیسه د ادبي ژانرونو یو ډول دی چې په دې وروستیو کې یې پښتو ادب کې هم مینه وال پیدا کړي. په وروستیو لسیزو کې ګڼې تاریخې کیسې پښتو ته وژباړل شوې (د نسیم حجازي داستاتونه چې ذبیر شفیقي ژباړلي او سینوهه، د میکا ولتاري لیکنه چې عیسی ستانکزي له پارسي ژباړلی د دې ژانر هغه بېلګې دي چې په پښتو ادب کې یې زیات لوستونکي موندلي). همدا راز د پژواک «کلیمه داره روپۍ»، د نصیر احمدي «بغدادي پير» او د زبیر شفیقي «میرویس خان نیکه» په پښتو کې د تخلیقي تاریخي کیسو په غوره بېلګو کې راځي.
تاریخي کیسه د فېکشن واقعه د لېرې یا نېږدې تاریخي پېښو سره تړي، د خیالي پېښو او اتلانو او تاریخي شخصیتونو تر منځ اختلاط پیدا کوي او هڅه کوي چې د یو تاریخي پېر وقایع په یو بل ډول د لوستونکې مخې ته کښېږدي. تاریخي فېکشن پر ریښتینو تاریخي پېښو تکیه کوي خو د تخیل عنصر په کې غالب دی.
تاریخي فېکشن په لږ او ډېر تفاوت د نړۍ په بېلابېلو فرهنګونو کې اوږده مخینه لري. که زموږ د سیمې ادبیاتو ته وګورو د لوی سکندر کیسې، د شیرینۍ او فرهاد کیسې د تاریخي فېکشن یو ډول بلل کېدای شي. همداراز د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د د تاریخي فېکشن مخینه کم له کمه تر خوشال پورې رسېږي (د صدر خان خټک په وینا خان علیین مکان غوښتل چې د ادم او درخانۍ کیسه په خپله نظم کړي خو خپل زوی ته یې وصیت وکړ چې که له هغه پاتې شوه، دی دې یې تدوین کړي). له بل لوري د ختیځ په ادبیاتو کې د اولیاوو او بزرګانو مناقب او ورسره تړلې واقعې د تاریخي فېکشن یو ډول ګڼل کېدای شي.
په غرب کې هم د تاریخي فېکشن ژانر په عمومیاتو کې پخوانی دی. د پخواني یونان تراژیدۍ او ډرامې تر ډېره حده د تاریخيوالي ادعا کوي، همدا راز په اروپا کې د پينځلسمې او شپاړسمې پېړۍ د تیاتر ډېرې نندارې د تاریخ په چوکاټ کې جوړې شوې او لیکل شوې دي.
په معاصره مانا د تاریخي ناول وده د اتلسمې پېړۍ له ادبیاتو سره تړل کېږي. په فرانسه کې «د کلېف شهزادګۍ» (La pricesse de Clève) چې د ۱۶۸۷ په مارچ کې په ناپېژندلي نامه خپور شو او نسبت یې مېرمن لافایېت (Madame Lafayette) ته کېږي د تاریخي ناول په لومړیو نمونو کې شمېرل کېږي. د دې کیسې واقعې د فرانسې د پاچا دویم هانري د واکنۍ پر مهال د ۱۵۵۸ له اکتوبر څخه د ۱۵۵۹ تر نوامبر پېښېږي.
د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې، د رڼاګانو دورې پر وړاندې د غبرګون په توګه رومانتیکو ليکوالو تاریخي کيسې ته وده ورکړه. په انګلستان کې سر والټر سکاټ ( Sir Walter Scott ؛ ۱۷۷۱ – ۱۸۳۲) د دې ژانر مهم پنځوونکی دی چې ورپسې په ټوله اروپا کې، ګن شمېر ليکوالو په دې برخه کې ستر کارونه وکړل. په فرانسه کې هونورې دو بالزاک (Honoré de Balzac ؛ ۱۷۹۹ – ۱۸۵۰)، الکساندر دوما (Alexandre Dumas – ۱۸۰۲ – ۱۸۷۰) د دې ژانر مهمې څېرې بلل کېدای شي.
تاریخ او فېکشن
د تاریخ (چې ادعا یې د تېر وخت د واقعاتو ريښتینی بیان دی) او فېکشن (چې د تخيل محصول دی) تر منځ اړیکې ته عامو وګړو او د ادب نقادانو کله کله د شک په سترګه کتلي دي. الکساندر دوما خپلو مخالفینو ته په ځواب کې ویلي وو «کېدای شي څوک پر تاریخ تېری وکړي خو په دې شرط چې ښکلي ماشومان ترې وزېږوي».
د تاریخي فېکشن له پاره انګرېز لیکوال اېډوارډ رترفرډ ( Edward Rutherfurd؛ ۱۹۴۸) لاندې اوه اصلونه ټاکلي دي:
۱ – تاریخ مه جوړوئ، کولای شئ په یوه صحنه کې ځینې کرکټرونه ورزیات کړئ. البته پېښې هم پنځولای شئ خو دا پېښې باید داسې وي چې په هغه تاریخي پېر کې یې د واقع کېدو احتمال وي.
۲ – هڅه وکړئ چې منصف واوسئ. د تاریخي شخړې دواړو لوریو ته انسانان دی که تاسې یو لوري ته اتلان او بل لوري ته بدان راولئ دا به ستاسې له خوا د تاریخ مسخ کول وی.
۳ – د هغه څه په اړه چې پېښ شوی، کولای شئ چې شک ته ځای پرېږدئ، کله د تاریخي واقعو په اړه د پېښو بېلابېل لوري بېلابېل تعبیرونه لري. کېدای شي دا ټکی په مقدمه کې واضح کړئ.
۴ – د پېښو تسلسل (کرونولوژي) هغومره دقیقه وساتۍ چې امکان لري. ډېر کله پېښې دومره ګډې وډې وي چې تر منځ یې د تسلسل ساتل ګران وي خو که نېټې بدلې کړۍ نو تاریخ به مو مسخ کړی وي.
۵ – کېدای شي له ځینو شیانو تېر شئ. تاسې نه شئ کولای چې ټول جزییات هوبهو راواخلئ.
۶ – تاریخي واقعیتونه په مکمل ډول د پوهېدو وړ نه دي. تاسې همدومره کولای شئ چې په لاس کې شته معتبرو علمي اثارو ته مراجعه وکړئ.
۷ – د دې له پاره چې پوه شئ څومره مو مناسب کار کړی، خپله مسوده یو تاریخ پوه ته ورښکاره کړئ او پوښتنه ترې وکړئ «که ستاسې کوم شاګرد دا لولي او ستاسې نظر وغواړي ورته ویلای شئ چې ښه دی، بې لارې کوي دې نه؟» که ځواب یې هو و، سمه ده. که نه و نو بیا درسته نه ده.
په پښتو ادبیاتو کې د تاریخي فېکشن باب نوی دی. که له پیله یې غلط نه کړو، ګټه به مو کړې وي.