هندارې
ليکوال: احسان الله درمل
بنيادم دوه ډوله جوړښت لري. يو يې همدا ظاهري جوړښت دی چې د پلو، هډوکو، پوستکي، ويښتانو، نوکانو…. له يو ځای کېدا جوړېږي او بل يې داخلي نامريي جوړښت دی، چې د روح، فکر، ارزښتونو، باورونو، ارمانونو…. له امتزاجه جوړېږي. په تخنيکي ژبه يې که ووايو انسان هم هارډ ويير او سافټ ويير يا د استاد زيار خبره سخت کالې او پوست کالې برخې لري.
د انسان ظاهري جوړښت په ظاهري ډول له نورو ژونديو سره د انسان توپير کوي. یعنې دا د انسان د فزيکي برخو جوړښت او امتزاج دی، چې موږ يې مثلاً له زمري يا ليوه بېلولای شو. خو د انسان داخلي او نامريي جوړښت له نورو موجوداتو او له نورو انسانانو سره د انسان ارزښتي توپير راښيي. يعنې د انسان داخلي او نامريي جوړښت راته وايي چې انسان په ارزښتي لحاظ څومره انسان دی.
ظاهري جوړښت په سترگو وينو او لمسولای شو. د فزيکي برخو د امتزاج بې شمېره وارينټونه راسره مرسته کوي چې احمد او محمود سره بېل کړو. د فزيکي برخو متناسب امتزاج ته ځينې خلک حسن وايي. ممکن د يو انسان فزيکي عناصر داسې په هنر سره پيوند شي، چې د افسانو د ښاپېريو مينه مو پرې راشي او په شعر او هنر کې يې د تصويرولو آرزو را ولاړه شي.
خو د انسان داخلي جوړښت د هغه په خبرو او کړنو کې وينو. خبرې او کړنې دوې هغه هندارې دي، چې موږ په کې د انسان د فکر، روح، ارمانونو، ارزښتونو، باورونو او ټولو هغو نامريي عناصرو ننداره کولای شو، چې له انسانه په ارزښتي ډول انسان جوړوي. د داخلي عناصرو مناسب پيوند راته وايي چې د انسان په داخل کې واقعاً انسان ناست دی، که دېو، ليوه یا بله کومه بلا. مولانا رومي چې اووه سوه کاله وړاندې څراغ په لاس په انسان پسې ښار په ښار گرځېده، مطلب يې دا نه دی، چې هغه وخت انسان په فزيکي ډول انسان نه و، يعنې د انسانانو په داخل کې بلاوې پټې وې او ځکه خو يې چيغه کړه:
کز ديو و دد ملولم و انسانم آرزوست
و دې شي چې يو څوک ظاهراً پري وي خو په منځ کې به يې دېو ناست وي او ممکنه ده يو څوک د سقراط غوندې د خلکو له نظره ظاهراً پري روی نه وي، خو په داخل کې به د زرگونو ښاپيريو کوه قاف وي. مطلب کله پر دېو د پري پوستکی غوړېدلی وي او کله برعکس. هغوی چې په هر لحاظ انسان ته پاتې کېږي، بختور دي.
د انسان د ظاهري جوړښت انتخاب د هغه په اختيار کې نه دی. زموږ د فزيکي عناصرو، رنگ او نما په امتزاج کې د ډي این ای فابريکه کار کوي، چې پنځوس سلنه مواد له مور او پنځوس له پلاره اخلي. يعنې موږ که سړي يو که ښځې، پنځوس سلنه په هر صورت کې د مور و پلار له وجوده يو. هغوی چې د ښځې يا نر مخالف دي، نه دي خبر چې دوی پخپله نيمايي ښځه او نيمايي نر دی. د حماقت اوج دی چې انسان د خپلې نيمې برخې په وړاندې سنگر نيولی وي او نه پوهېږي چې بې له بلې نيمايي برخې مکمل دی/دا هم نشته.
خو د انسان داخلي شکل جالبه کيسه لري. دا په ماشومتوب کې د انسان د ننه د خامې اوسپنې يو وړوکی کان وي. فرهنگ، کورنۍ، نصاب، باورونه، ملگري، کتابونه په پگړه (حشر) پر دې کان کار شروع کړي. څوک يې يوه برخه جوړوي او څوک بله او بالاخره چې انسان لويېنې ته رسېږي، دې اهنگرانو يې په منځ کې يا بلا جوړه کړې وي او يا هم انسان. دا چې د انسان په داخل کې بلا جوړېږي، که انسان د پاسنیو اهنگرانو په کيفيت او ذوق پورې تړلې مسله ده.
انسان ته تر ټولو لويه مبارزه او جگړه له دې اهنگرانو سره ور له غاړې وي. يو نيم وخت انسان تصادفاً يا په خپلو او د نورو په هڅو داسې هندارې ته مخامخ شي، چې په اول وار خپل داخلي شکل وگوري. که په منځ کې يې بلا ناسته وي، نو له ځانه ووېرېږي او فکر يې شي، چې اوهو دلته خو بلا څو نېولی دی!
ځينې خلک د فکر او همت داسې پوړۍ ته ورسېږي، چې له دې اهنگرانو د ازادۍ فکر ور پيدا شي. خپله داخلي بلا له ځانه وشړي او په ځان کې د پري ډوله انسان په جوړولو بوخت شي. دا د انسان د ژوند تر ټولو سخته او د حقيقي مبارزې مرحله ده. ممکنه ده، د هغه پر شا و خوا راټول اهنگران دغه کار بغاوت او خپل توهین وگڼي او خپل درانه پلکونه د مبارز تندي او سر ته ونيسي. ځکه خو وايي چې:
په يارانه کې زړه سندان کړه
په سندان کېږي د پلکونو گوزارونه
دغه هنداره ډېره مهمه ده. ځينې خلک يې په ځوانۍ کې ومومي او ځينې خلک د ژوند تر پايه فرصت پيدا نه کړي، چې يو ځل په کې د خپل درون ننداره وکړي او ټول عمر د خپل فزيکي يا بهرني جوړښت په ننداره بوخت پاتې شي د حمزه بابا په قول:
کړو درنه پټ يې خپل درون وگوره
څه خو افسون دې د بيرون وگوره
دا هنداره چې انسان په کې د خپل درون ننداره کولای شي، په مال، زور او چالاکۍ نه پيدا کېږي؛ بلکې د عقل او شعور د تراشلو او صیقلولو پایله ده. په دې صیقلولو او تراشلو ممکن کلونه تېر شي او يو نيم بختور ته ښايي په اساني په لاس ورشي. هغه هنداره چې موږ په کې خپل بېرون لیدلای شو، ممکن له سکندر سره هم وي، خو دا دوهمه او ډېره مهمه هنداره له سقراط او ديوجانس سره پيدا کېږي. ځکه خو سکندر د دې ملنگانو په دوهۍ کې گونډه ماتوي. څرنگه چې په واقعي معنا د انسان کېدلو سفر د دې هندارې له لټولو ورسته پيلېږي او موندل يې په تيارو کې د ژوند د اوبو لټون دی، ځکه خو غالب فرمايي چې انسانېدل آسانه چاره نه ده:
بسکه دشوار ہے ہر کام کا آساں ہونا
آدمی کو بھی میسر نہیں انساں ہونا
يعنې:
سخته ده بېخي ډېره چې هر کار دې اسان شي
آن چې د آدم په لاس کې نه ده چې انسان شي