د ننګرهار له سېلاب ځپلو سره مرسته وشوه

د الکوزي شرکت له لوري د ننګرهار له سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.

د ننګرهار ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په باریکاب کلي کې د الکوزي نړۍوال شرکت له لوري له ۲۰۶ سېلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.

سرچینه زیاتوي، چې په یاده مرسته کې د خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل وو، چې د یوې سروې په اساس په نښه شویو سېلاب ځپلو کورنیو ووېشل شوې.

په دې وروستیو کې د هېواد ګڼې کورنۍ د سختو سېلابونو له امله وځپل شوې چې نړۍوالو او داخلي مرستندویه بنسټونو له لوري ورسره مرسته وشوه، خو لا هم ګڼ شمېر کورنۍ لومړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Back to top button