ننګرهار کې له سېلاب ځپلو سره مرسته وشوه

‏ننګرهار کې ۴۳۹ کورنيو سره د ۷ ميليونه او ۴۴۶ زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ننګرهار ولايت د رسنیو مسوولین وايي، چې د دې ولايت پېښو پر وړاندې د رسېدو رياست په هڅو جلال اباد ښار کې سل کورنيو سره NRC ادارې له لوري د دوه ميليونه او ۷۰۰ زره افغانيو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته ۲۷ زره افغانۍ ورکړل شوې.

‏همدا راز په شينوارو ولسوالۍ کې ۳۳۹ کورنيو سره د DRC موسسې له لوري د ۴ ميليونه او ۷۴۶ زره افغانيو مرسته وشوه، چې هرې کورنۍ ته څوارلس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د جلال اباد ښار فامیلیو سيمه کې هم ګڼ شمېر سيلاب ځپلو کورنيو سره د IOM او WFP مؤسسې له لوري بېلابېلې مرستې تر سره شوي دي.

Back to top button