لوګر کې د سېلاوونو له امله د شهیدانو له کورنیو سره مرسته وشوه

په لوګر کې د وروستيو سېلاوونو له امله د شهیدانو له يو شمېر کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې یې د وروستيو سيلاوونو له امله د شهیدانو له يو شمير کورنيو سره نغدي مرسته کړې ده.

د یاد ریاست مسوولین زیاتوي، چې دغه نغدي مرسته یې تېره ورځ وېشلې، چې د هر شهید کورنۍ ته یې د یو لک(۱۰۰.۰۰۰) افغانۍ ورکړي دي.

وروستیو سېلاوونو په د هېواد د نورو ولایتونو په ګډون په لوګر کې زرګونه کورنۍ ځپلې دي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

Back to top button