حکمت یار: په اسلامي نظام کې پر واکمن هم نیوکه کېدی شي

حکمت یار د طالب سرپرست حکومت له لوري د علماوو د جوړې شوې غونډې په تړاو غبرګون ښودلی دی.

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدالدین حکمت یار د علماوو د غونډې په غبرګون کې ویلي، چې په یوه اسلامي نظام کې پر واکمن یا امیر المومنین هم نیوکه کېدی شي.

هغه زیاتوي، چېرته چې سانسور وي، چېرته چې د خلکو پر خولو پلستر ووهل شي او د حق ویل ګناه وګڼل شي، هلته د فساد ریښې ډېرې غځېږي. ورو ورو یې جرړې دومره ژورې لاړې شي چې د نظام د پرځېدلو لامل ګرځېږي.

Back to top button