ننګرهار کې شدیدو اورښتونو خلکو ته ګڼ زیانونه اړولي دي

هاجره زاخېلوال

پنجره ورځپاڼه: د ننګرهار ځايي سرچینې وايي، په دغه ولایت کې د تېرې ورځې شدیدو اورښتونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د ننګرهار د ځايي سرچینو د معلوماتو له مخې د بټي کوټ ولسوالۍ د شبدانۍ په سیمه کې د یوه کور چت، چې د باران له امله ویجاړ شوی، د یوې مېرمنېد ټپي کېدو او درې څارویو د له منځه تللو سربېره، د کور خاوند هم مړ شوی شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د دغه ولایت په بټي کوټ، روداتو، سرخرود، کوز کنړ، دره نور، کوټ، خوګياڼو او يو شمېر نوروسيمو کې اورښتونو د کروندګرو او باغ لرونکو محصولات سخت زيانمن کړي دي.

د یوه بل خبر پر اساس په خوست کې هم بارانونو د دغه ولايت کروندګرو او باغ لرونکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

Back to top button