پکتیا کې شدیدو بارانونو او سېلاوونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

پنجره ورځپاڼه: پکتیا ولایت کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د شدیدو ورښتونو او راوتلو سېلاوونو له امله یو ماشوم مړ شوی او د دغه ولایت اوسېدونکو ته یېګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د دغه ولایت محلي سرچینې وايي، وروستیو ورښتونو او ږلۍ د دغه ولایت په مرکز ګردېز، څمکنیو ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو کې د خلکو فصلونه زیانمنکړي او د نورو مالي تاوانونو سربېره تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د غویي) د سېلاب راوتلو له وجې څمکنیو کې یو شپږ کلن ماشوم هم خپل ژوند له لاسه ورکړیدی.

د سرچینو په وینا، تېره شپه د مرکز ګردېز اړوند په «دولتزیو» سیمه کې په یو کور اسماني تندر هم رالویدلی چې ګڼ مالي زیان یې دغې کورنۍ ته اړولی،خو د دوی په خبره چې دې پېښه کې کوم چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی.

پکتیا د هېواد له کرنیزو  او غرنیو ولایتونو څخه ګڼل کیږي، د غویي په همدې میاشت کې مېوه لرونکې ونې ګل غوړوي، چې وروستۍ ږلۍ بڼوالو ته په دېبرخه کې هم سخت تاوان اړولی او د هغوی په خبره چې دا به روان کال په حاصلاتو خورا منفي اغېز وکړي.

ظاهر څراغ

Back to top button