پکتيکا کې سرګلولې ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

پکتيکا کې د يوې سرګلولې د چاودنې له امله يو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د پکتیکا يوه سيمه ييزې رسنۍ وايي، چې تېر ماښام د دغه ولایت د یحي‌خېلو ولسوالۍ په یحي‌خېلو کلي کې د یوې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

سرچينه د یاد ولایت د سرپرست حکومت د اطلاعات او کلتور رییس محمد امین حذیفه له قوله وايي، چې پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې دغو ماشومانو پر یوې سرګلولې لوبې کولې.

حذیفه زیاته کړې چې په دغه پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او دوه نور ټپيان دي. د نوموړي په وینا، د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د پکتیکا د اطلاعات او فرهنګ رییس په وینا، که څه هم دغه ولایت کې د ماین پاکۍ موسسو ګڼ‌شمېر سیمې له ماینونو او ناچادو توکو پاکې کړي، خو وايي چې بیا هم وخت ناوخت ناچاوده توکي د خلکو ژوند اخلي.

Back to top button