Trending

پکتیا کې د سر جراحي عملیات بریالي ترسره شول

په پکتيا حوزوي روغتون کې د سر عمليات بريال ترسره شول.

د طالبانو د سرپرست حکومت د عامط روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وايي، چې د پکتیا په حوزوي روغتون کې د يوه ماشوم د سر عملیات، چې له لوړ ځای څخه لوېدلی او د سر هډوکی یې مات او دننه ماغزو ته وردننه شوی و بریالي تره شول.

‏نوموړی زیاتوي، چې دا لومړی ځل و، چې د کوپړۍ عملیات تر سره او راټوله شوې وينه ترې پاکه شوه او اوس د ماشوم وضعيت ښه دی.

د یاد روغتون مسوولینو ډاډ ورکړی چې اوس په دغه روغتون کې د ملا، نس او پښو عملیات هم ترسره کېږي. تر دې وړاندې په ولایتي روغتونونو کې دا ډول جراحي عملیات نه دي ترسره شوي.

Back to top button