د خاوند او مېرمنې ارام او خواږه کلونه

د خاوند او مېرمنې ارام او خواږه کلونه

لیکوال: نجیب احمد عزیزي

تر ۳۰ کلونو وروسته د مېرمنې او خاوند بیا تر زړښته چې اندامونه یې ډنګرېږي او ضعف ته رسېږي.
د دوی د هر وخت خوږه اړیکه بېل بېل کیف او خوندونه لري چې د ګډ ژوند په ملګرتیا کې یو ډول احساس وي، ښايي ځینو جوړو درک کړی وي.
همدارنګه یو وخت داسې راځي چې مېرمنه د خاوند او خاوند د ژوند د ملګرې له هرڅه سره حِسي، تجربوي اړیکه پیداکوي چې د ماشوم له پیدایښت وروسته د هغې له څېرې، له نورو ښځو سره یو ځای د دې لیدل بېل کیف لري او مېرمن د خاوند پر دغه عمر کې له ارامې څېرې، پرېړو اندامونو د سکون خوږ احساس کوي.
د ژوند د ملګرتیا خوږه اړیکه که د عمر په هر پړاو کې درک نه‌شي، ممکن د ژوند خواږه په هیڅ صورت و نه پېژندل شي، دا له ځان او ګډ ژوند سره جفا ده چې د واده له لومړي کاله دا تقاضا لرل چې ټول عمر باید هماغسې وي، شونې نه ده، بلکې د مېرمنې سمارټ حالتونه له بچي راوړلو وروسته زیات تغیرېږي، د مېرمنې د اندامونو له پریړېدو وروسته عمر داسې وي چې خاوند یې له ارامې څېرې او هغو خواږو وروسته چې له یو بل یې په ذهن کې مجسم دي، د دوی مینه رښتیا تعریف کړي، ځکه له هرې، کهالې، سکس فکرونو، ناوړه حسدونو څخه اوس هغه کسان پاک شوي چې له څو کلونو راهیسې یې خوږې حلالي شپې درک کړې، د یو بل له هرڅه خبر دي؛ مګر د تجرد حالت ژوند له سخت‌دریځۍ، د ژوند پوچوالی، عُقده‌یي چلند، بې‌وخته خوبونو ناسم وخت ویښتیا سره مل وي، په ذهن کې د هدفونو پر ځای لذتي فکرونه کښته پورته کېږي چې دغه د تجرد حالت تر ټولو یو روغ نارینه او پېغلې ته بدتر دی. د مشترک ژوند هر پړاو باید درک شي چې په ذهن کې مو خدای مه کړه د تجرد د حالت هیڅ منفي تاثیر پاتې نه‌شي.

Back to top button