حنیف اتمر: شته کړکېچونه له ملي او نړۍوالو مرستو پرته نه شي هوارېدای

محمد حنیف اتمر د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت په لومړنۍ انلاین غونډه کې ویلي، چې په هېواد کې شته کړکېچونه له ملي او نړۍوالو مرستو پرته نه شي هوارېدای. 

هغه زياته کړې، چې د دغه ډول ملي او نړۍوالو مرستو پر وړاندې اساسي خنډ د اوسني نظام مشروعیت نه موجوديت دی او په وينا یې، تر څو چې دا ستونزه هواره نه شي، د د دغو کړکېچونو ختمول ناممکن دی.

ښاغلي اتمر همداراز ويلي، چې د نامشروع نظام او پر ځای باید داسې مشروع نظام او ادارې رامنځته شي، چې مشروعیت یې یوازې د خلکو په رایو او د افغانانو په اراده وي.

اتمر ټينګار کړی، چې که داسې ونه شي، د دغو کړکېچونو کړاوونه په ځانګړې توګه د ترهګرۍ او بې ثباتۍ په برخه کې، نه یوازې افغانستان؛ بلکې د سیمې، اروپا او شمالي امریکا ګټو ته هم جدي ګواښ پېښوي.

د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت، چې د ټولو توکمیزو ډلو په سلګونو مخکښ سیاسي شخصیتونه پکې ګډون لري، تېره ورځ په رسمي ډول خپل حضور اعلان کړ.

Back to top button