حامد‌کرزی یو ځل بیا له هېواده وتی

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي ته نږدې سرچینې وايي، چې ښاغلی کرزی یو ځل بیا په یو غیر رسمي سفر جرمني ته تللی دی.

حامد کرزي ته نږدې کس او د کرېکټ بورډ پخوانی مشر شهزاده مسعود رسنيو ته ويلي، چې هغه په یو لنډ او غیر رسمي سفر د جرمني برلین ښار ته تللی او یوه اونۍ وروسته به بېرته هېواد ته راستون شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پخواني ولسمشر ته شاوخوا يو نيم کال له افغانستان څخه د وتو اجازه نه وه ورکړل شوې، خو د روان کال د لیندۍ په ۱۲مه یې لومړی متحده عربي اماراتو او بیا جرمني ته سفر وکړ. کرزي د هغه سفر پر مهال د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو او افغان سیاستوالو سره لیده کاته کړي وو، چې بيا د ډيسمبر په ۲۱مه له ۱۷ ورځني سفر وروسته هېواد ته راغی.

حامد کرزی، پخوانی اجرايوي رئيس عبدالله عبدالله او د پخوانۍ مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د هېواد د پخواني حکومت له مهمو څېرو څخه دي چې د طالبانو بيا ځلې واک ته تر رسېدو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي دي.

Back to top button