حامد کرزي له متحده عربي اماراتو او جرمني وروسته ترکیې ته سفر کړی

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له متحده عربي اماراتو او جرمني وروسته ترکیې ته سفر کړی، چې هلته يې انقره کې د د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره ليدلي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په خپل ټويټر کې ليکلي، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي کوربتوب يې کړی او ويلي يې، چې دي موږ به د افغانستان له خلکو سره پیوستون ته دوام ورکړو او دغه هېواد کې به د یوه تلپاتې ثبات ملاتړ وکړو.

بلخوا يو شمېر رسنيو خبر ورکړی، چې پخواني ولسمشر حامدکرزي، په ترکیه کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره هم لیدلي دي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دا لومړی ځل دی ، چې حامد کرزی له افغانستانه بهر سفر کوي او له یو شمېر سیاسي څېرو سره ليدنې کوي.

Back to top button