حامدکرزی: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د روان چلند د ارزښتونو خلاف عمل دی

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان په زندانونو کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وضعيت دردونکی او له هغوی سره د دغه هېواد د حکومت چلند ناوړه او د ټولو ارزښتونو خلاف عمل ګڼلی دی.

حامد کرزي په يوه ټويټ کې پر پاکستان غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره د نېک او متمدن گاونډي په توگه او د بشري حقونو د نړۍوالو اصولو سره سم سلوک وکړي.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو او بشري حقونو له سازمانونو غوښتي چې له بند څخه د افغان کډوالو د ازادولو او د هغوی د حقوقو د تامین لپاره اغیزمن گامونه اوچت کړي.

افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته ميليونونه خلک ګاونډيو هېوادونو ته کډوال شول، چې د دې يوه ستره برخه پاکستان کې دي او هلته د دغه هېواد د حکومت ناوړه چلند سره مخامخ دي.

Back to top button