حامدکرزی: پاکستان کې رامنځته شوې ناامني د دغه هېواد د غلطو پاليسو زېږنده ده

پنجره ورځپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد‌کرزی د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا د وروستۍ غونډې په تړاو ويلي، چې د پاکستان خلک د افغانستان ګاونډي وروڼه دي، خو د دغه هېواد اوسني حالات او ناامني تر ډېره د دوی د خپل حکومت د غلطو پالیسیو زېږنده ده.

د حامد کرزي په وينا، ناامني سره د موثرې او اغېزمنې مبارزې لپاره دې پاکستان د خپلو تېرو څو لسیزو پالیسيو باندې له سره غور وکړي او بدله یې دې کړي، له تهدید او زور زیاتي دې ډډه وکړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ټینگښت لپاره دې، له افغانستان سره د متمدنو او نېکو اړیکو لار خپله کړي.

د هېواد پخوانی ولسمشر حامدکرزی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان ملي امنيت شورا په يوې غونډه کې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناوالله ويلي و، چې په هېواد کې يې وروستي ترهګريز بريدونه په افغانستان کې تنظيم شوي او دې  اړتيا ليدل کېږي، څو افغانستان کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.

Back to top button